دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۴ دلو ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۸
د مطلب کود : 202625
عبدالله بهرنیو چارو وزارت کې وروستیو ګمارنو په اړه غبرګون وښود
د ولسمشر له لوري د تازه ګومارنو او په ځانګړي ډول په بهرنیو چارو وزارت کې وروستیو اصلاحاتو او ګومارنو اجراییه ریاست متقابل غبرګون ته اړ کړی دی.

اجراییه مشر په یوه فرمان کې د بهرنیو چارو وزارت ته ویلي چې دغه وزارت او بهرنیو سفارتونو کې د اصلاحاتو په نوم له هر ډول اقداماتو ډډه وکړي.
ښاغلي عبدالله د وزیرانو شورا دارالانشا ته سپارښتنه کړې ترڅو د دغه حکم څارنه وکړي.
ویل کیږي اجراییه رییس غواړي د ولسمشر د دې اقدم په غبرګون د کابینې د پنځه وزیرانو او د اتو ولایتونو والیانو معرفي کېدو لپاره ځانګړی فرمان صادر کړي. که څه هم دعبدالله عبدالله له لوري د معرفي کېدونکو چارواکو نومونه نه دي په ډاګه شوي، خو د اجراییه ریاست ویاند مجیب رحیمي وایي په دې تړاو سلا مشورې پیل شوې دي. د ملي یووالي حکومت په تېره پنځه کلنه دوره کې د وزیرانو، والیانو او سفیرانو د معرفي کېدو موضوع د ولسمشر او اجراییه رییس ترمنځ جنجالي مسله وه چې له امله یې د کابینې ډیری وزارتونه د سرپرستانو له لوري اداره شول.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcciiqip2bqxe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته