دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۵ حوت ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 204879
د عرب لیګ هیوادونو د طالبانو او امریکا تر منځ په دوحه کې له شوي تړون هرکلی کړی او د افغان سولې په برخه کې یې د قطر هیواد هڅې ستایلې. په همدې تړاو خپره شوې اعلامیه کې راغلي، چې د امریکا او طالبانو تر منځ د قطر په منځګړیتوب شوی تړون په افغانستان کې د یوې سرتاسري او پایدارې سولې د راتګ په برخه کې لومړنی او مهم ګام دی.

اعلامیه کې عرب لیګ هیوادونو له قطر ځانګړې مننه کړې، چې د افغانستان د سولې په برخه کې یې نه ستړې کېدونکې هڅې کړې او هیله یې څرګنده کړې، چې شوی تړون به د افغان ټولنې مختلف اړخونه له یو بل سره نږدې کړي.
عرب لیګ هیوادونو ددې تر څنګ د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» او طالبانو هڅې هم رغنیزې بللې او مننه یې ترې کړې.
 
https://avapress.com/vdcfejd01w6dxca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته