په افغانستان کې د اروپایي اتحادیې د سفیرانو له لوري په تازه خپره شوې خبرپاڼه کې د سیاسي اختلافاتو د پای ته رسولو او جوړجاړي ته د رسېدلو غږ شوی او تر څنګ یې زیاته شوې « هر څومره ژر چې شوني وي، د سولې پروسه باید پیل او د افغان ملت غوښتنو ته باید په داسې یو حالت کې لومړیتوب ورکړل شي، چې نا امني خپره شوې او افغانستان له روغتیایي خطر سره مخ دی.»
خبرپاڼه کې وړاندې زیاته شوې، چې د یوه پياوړي حکومت په نشتون کې د هرې ورځې تېرېدل افغانان له یوه ستر خطر سره مخ کوي، د یوه ډیموکراټیک جوړښت په اړه باور کمزروی او اروپایي ملاتړي ناهیلي کوي.