سرچینې چې نهيې غوښتل نومیې خپور شي، پرون ماخوستن ازادي راډیو ته دا خبر تأييد کړی چې د ښاغلي حیات ترڅنګ د هغه یو شمېر ساتونکي هم په کرونا ویروس اخته شوي دي.
د سرچینې په وینا والي او د هغه یو شمېر ساتونکو د جمعې په ورځ د کرونا ویروس معاینات د کندهار حوزې لابراتوار ته ورکړي وو چې د شپې ناوختهيې نتيجه مثبته راپور شوه.
په کندهار کې د ازادي راډيو د خبريال د راپور له مخې تر اوسه په دې ولایت کې ۴۸۱ کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس