نوموړي زیاته کړې «دا ډول کړنې ښيي، چې کابل حکومت د بین الافغاني مذاکراتو په پيل کې دلچسپی نلري.»
د کابلوف په قول، د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې توافقنامې له مخې، پر دولتي عسکرو باندې د طالبانو بریدونه له توافق سرغړونه نه بلل کېږي.
روسیه داسې مهال كابل ته د حکومت په ځای د «ادارې» اصطلاح کاروي او د تعرضي عملیاتو پیلول غندي، چې تېره ورځ د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د ملت په نامه وینا کې له یوې خوا له طالبانو اوربند وغوښت، خو له بل لوري یې، د هغوی په وړاندې د تعرضي عملیاتو د پيلولو امر ورکړ.
نوموړي دغه امر د کابل او ننګرهار د هغو بریدونو په غبرګون کې ورکړ، چې طالبانو په کلکو ټکو غندلي او د داعش او حکومتي چارواکو ګډ کار یې یاد کړی.
د غني له لوري د تعرضي عملیاتو د پيلولو په غبرګون کې طالبانو یاده کړه، چې دوی له خپلو خلګو او سنګرونو کلکې دفاع ته تیار دي، خو د جګړې د سختوالي مسئولیت به بیا د «کابل ادارې» په غاړه وي.
په ورته وخت کې د چارو شنونکي شک ښيي، چې د کابل او ننګرهار بریدونه ښايي د تعرضي عملیاتو پیل ته د بهانې لټولو په خاطر طرحه شوي وي، تر څو ورسره تاوتریخوالی زیات او د سولې پروسه له نامعلوم برخلیک سره مخ شي.