دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۸ ثور ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۰۶
د مطلب کود : 210153

د ایران ۲۵۰ پوهنتوني استادانو، سیاسي، مدني او د بشر حقونو فعالانو له خپل هېواد غوښتي چې ددغه هېواد په ختیځه پوله د مظلومو افغان مسافرو په حق کې د شوي"ظلم او جنایت" له کبله بښنه وغواړي.
په وروستیو کې رپوټونه خپاره شول، چې د غويي پر ۱۲مه د ایران پوله ساتو ځواکونو ۴۶ افغان مسافر له ربړولو وروسته د سیند اوبو ته په ورګډېدو اړایستلي، خو ایران تر اوسه دا تور په "ټینګ" رد کړی دی.
د افغان دولت له لوري دې قضیې ته د ګومارل شوې څېړنډلې مشر محمد حمد طهماسي په لومړیو ارزونو کې ویلي، د دوی موندنې ښيي چې ۱۰ کسان اوبو کې ډوب شوي او ۱۵ نور تري تم شوي.
په تېرو ورځو کې دوه نور مړي هم موندل شوي دي.
د دغه لیک لاسلیکوونکي استادان او فعالان د ایران د ننه او بهر دواړو کې دي.
 
https://avapress.com/vdchmvnix23nzzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته