د قطر، اندونیزیا، ازبکستان، جرمني او ناروې هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د یوې ګډې اعلامیې له لارې د طالبانو او حکومت تر منځ له اوربند هرکلی کړی او د بین الافغاني مذاکراتو د ژر پیل غوښتنه یې کړې.
د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې اوربند د سولې پروسې د وړاندې تګ په برخه کې یو مثبت ګام دی او د افغانانو هیله داده، چې تشدد پای ته ورسېږي او هیواد ته سوله او ثبات راشي.