د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي وویل، نن دوشنبه غرمه مهال د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې د شیشم باغ په نامه د تېلو په یو پمپ کې د ګازو له امله اورلګیدنه رامنځته شوې.
هغه زیاته کړه په پېښه کې لس تنه ټپیان شوي دي چې د درملنې په موخه یې د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته انتقال کړي خو روغتیایي وضعیت یې د اندیښنې وړ ښودل شوی دی.
نوموړی وایي، یاده پېښه د تیلو د پمپ د مسولینو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.