دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۷ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۵۸
د مطلب کود : 210786
تخار او سمنګان کې ۴ تنه د غلاو په تور نیول شوي
تخار: د لویې لارې قطعې منسوبینو د سمنګان ولایت د امنیه قومندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې ځواکونو سره په ګډه د عملیاتو په ترڅ کې دوه تنه د وسلوالو غلاوو په تور نیولي دي. نوموړي کسان تېره شپه هغه مهال نیول شوي، چې غوښتل یې د ایبک ښار په رباطک سیمه کې د سمنګان – بغلان پر لویه لار د مسافرینو څخه مالونه لوټ کړي. بلخوا د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو د تخار ولایت د تالقان ښار په اړوند سیمو کې هم د عملیاتو په پایله کې دوه تنه د غلا د ګڼو قضیو په تورنیولي دي. نیول شویو کسانو دوسیې به تر لومړنیو څېړنو وروسته د لا زیاتو څېړنو په ‌پار اړونده بنسټونو ته وسپارل شي.
https://avapress.com/vdcjoye8muqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته