"د خورشید ټلوېزيون د کارکوونکو موټر د کلوله پشتې څلورلارې سيمه کې د يوه چسپکي ماين هدف ګرځېدلی او د دې رسنۍ دوه کارکوونکي وژل شوي دي."
دغه سرچينه زياتوي چې د دغه ټلوېزيون يو شمېر کارکوونکي ټپيان شوي او اېمرجنسي روغتون ته لېږدول شوي دي.
د افغانستان کورنیو چارو وزارت یا د کابل امنیه قوماندانۍ تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي.
تر اوسه د دغې چاودنې مسؤلیت چا یا کومې ډلې په غاړه نهدی اخیستی.
تېر کال هم د کابل د ۱۵مې حوزې په مربوطاتو کې د تایمني په پنځم سړک د دغه ټلوېزیون د کارکوونکو پر یوه موټر د چسپکي ماین چاودنه کې د یوه لاروي په شمول دوه تنه وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي وو.
د افغانستان د خبریالانو د خوندیتوب کمېټې د دغې پېښې په غندلو سره ویلي چې په دغې چاودنه کې د خورشید خصوصي ټلوېزیون ۲ تنه خبریالان وژل شوي او ۵ تنه نور ټپيان شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس