دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۰ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۵۳
د مطلب کود : 211705
کروناویروس؛ افغانستان کې د اخته کسانو شمېر ۲۱۴۵۹ لوړ شو
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هیواد کې ۵۴۲ تنه په کرونا ویروس اخته شوي او ۴۸۰ نور بیرته روغ شوي دي.
روغتیا وزارت نن سې شنبه جون نهمه (غبرګولې۲۰) ویلي چې په تیره یوه شپه او ورځ کې د کرونا ویروس د ۱۲۲۵ مشکوکو سمپلونو معاینات شوي چې ۵۴۲ یې مثبت ثابت شوي دي.
په دې سره په افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۱۴۵۹ تنو ته لوړ شو.
د افغانستان روغتیا وزارت همدارنګه ویلي چې د تیرې شپې راپدېخوا په ۱۲ ولایتونو کې د کرونا ویروس له امله ۴۸۰ تنه بیرته روغ شوي چې په دې سره د ټولو روغ شوو کسانو شمېر ۲۶۵۱ تنو ته لوړ شو.
همدارنګه په تیره یوه شپه او ورځ کې په څلورو ولایتونو کابل، بلخ، پکتیا او غزني کې د کروناویروس له امله ۱۵ تنه هم مړه شوي دي.
د کرونا ویروس په لومړي ځل د ۲۰۱۹ د ډسمبر په میاشت کې د چین د هوبي‌ ایالت د ووهان په ښار کې خپور شو.
په امریکا کې د جانس هاپکینز د پوهنتون د معلوماتو په اساس د کرونا ویروس د نن سې شنبې تر غرمې جون نهمه (غبرګولې۲۰) پورې۴۰۶۶۱۵کسان مړه کړي او څه باندې ۷ میلیونه نور پرې اخته شوي دي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbg8b5srhb8zp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته