دخپریدو نیټه :شنبه ۲۴ جوزا ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 211948
اندرابي: جرمي شبکې د ځينو سیاستوالو ملاتړ له ځان سره لري
د کورنیو چارو نوماند وزیر وايي چې په هېواد کې جرمي شبکې د ځينو سیاستوالو او زورواکو ملاتړ له ځان سره لري.
مسعود اندرابي وايي چې د کورنیو چارو وزارت هڅه کوي چې د جرمي شبکو سیاسي او اقتصادي ملاتړي له مستند کولو وروسته، ونیسي.
دا په داسې حال کې ده چې ځینو غیرقانوني وسله والو د پنجشنبې په شپه د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په اړوند سیمه کې دوه پولیس وژلي او یو بل ټپي کړی دی.
د کورنیو چارو نوماند وزیر وايي، دغه پېښه وروسته له هغې ترسره شوه چې تر دغې پېښې یوه شپه مخکې پولیسو په همدې سیمه کې د جنايي جرمونو په تور ځينې کسان ونیول.
د کورینو چارو نوماند وزیر مسعود اندرابي وايي:«په کابل کې پر جرمي شبکو د پولیسو فعالیتونه زیات شوي. د هغوی لپاره ساحه تنګه شوې او دوی په کابل ښار کې په یو لړ تحرکاتو لاس پورې کړی چې ډاډه یم د پولیسو له قاطعیت سره مخامخ شوي دي.»
کورنیو چارو وزارت له دغې پېښې وروسته د پنځمې امنیتي حوزې امر، د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیر او د دغې حوزې د اړوند ټولي قومندان له دندو ګوښه کړي دي.
ښاغلي اندرابي په دې اړه زیاته کړه:«د کابل اوسېدونکو ته ډاډ ورکوو، چې موږ د دغو اړیکو له مستند کولو سره نه یوازې د هغوی نیولو ته اقدام کوو بلکې هغوی نیسو.»
د کابل په دې سیمه کې پر پولیسو برید د خلکو په منځ کې ویره خپره کړې او سیمه ییز خلک د غیرقانوني وسله والو په نیولو کې پولیس په ناغیړۍ تورنوي.
د کابل اوسېدونکی زریالی کریمي وايي:«داسې کسان وسلې لري او پایڅې یې پورته کړې وي؛ معلومه نه ده چې څوک دي دولت هم پوښتنه نه کوي.»
د کابل بل اوسېدونکی فیض محمد هم څرګندوي:«موږ حیران یوو چې له دغه دولت او ملت سره څه وکړو زموږ برخلیک څه کېږي؟»
له دې سره سم، د کابل په چهار کلا سیمه کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې، یو زوی یې یوه سیمه ییز زوراکي ټپي کړی او اړوندو پولیسو لا تر اوسه په دې برخه کې څه نه دي کړي.
خو د کورنیو چارو وزارت وايي، په هېواد کې د جنايي جرمونو د راکمولو په برخه کې د دغه وزارت په تازه پروګرامونو سره د جنايي جرمونو په ګراف کې ټیټوالی راغلی او په وینا یې خلک باید له پولیسو سره په دې برخه کې همکاري وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcay6nua49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته