دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 213350
هلمند مدني فعالان: د سنګين د پېښ عاملين دې محاکمه شي
د هلمند يو شمېر مدني فعالانو چې د اعتراض په توګه راټول شوي، د دغه ولايت د سنګين د پېښې د عاملينو د مجازات او محاکمې غوښتنه وکړه. دوی وويل، دولت بايد هغه کسان سخت مجازات کړي چې ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولي. پرون د هلمند سنګين ولسوالۍ يوې ځايي مېله کې چې څاروي پکې پېر او پلور ته وړاندې کېدل د هوان مرمۍ لګېدو له امله ۲۳ ملکيان ووژل شول او ګڼ شمېر نور ژوبل شول. طالبان او حکومت د پېښې پړه يو پر بل اچوي، خو تر اوسه لا نه ده مالومه چې پېښه د چا لخوا رامنځته شوې.
https://avapress.com/vdcjite8yuqevtz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته