د پاکستان حکومت غواړي پلازمېنه اسلام اباد کې مندر جوړ کړي. ويل شوي دي، په دغه مندر پنځوس ميليونه پاکستانۍ کلدارې لګښت راځي. په دغه مندر کې به د هنداوانو د سېزولو مراسم او د دوی د مذهب اړوند يو شمېر نورې چارې هم ترسره کېږي.
بل پلو مفتي تقي عثماني ويلي دي، د پاکستان حکومت لپاره په خپل لګښت د مندر جوړول جواز نه لري. د ورکړل شويو شمېرو له مخې پاکستان کې اوس مهال شاوخوا اته لکه هندوان اوسېږي.