دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۳ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۲۶
د مطلب کود : 214416
افغان حکومت تر اوسه ۴۱۹۹ طالب بندیان ازاد کړي ـ فیصل
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند وايي، افغان حکومت په تیرو څو ورځو کې ۱۸۰ نور طالب بندیان له زندانونو څخه ازاد کړي دي.
جاوید فیصل نن دوشنبه جولای۱۳(چنګاښ۲۳) پر خپل ټوېټر لیکلي چې د یادو طالب بندیانو په ازادېدو سره د ټولو ازاد شوو طالب بندیانو شمېر ۴۱۹۹ تنو ته ورسېد.
نوموړي ویلي چې طالبانو تر اوسه د زرو تنو افغان سرتیرو په ازادولو کې پاتې راغلي دي.
 
د ملي امنیت شورا ویاند پر داسې مهال دا څرګندونې کوي چې د کندهار چارواکو په وینا پرون یکشنبه د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه۳۳ طالب بندیان ازاد شول.
د دې ترڅنګ د هرات ولایت چارواکو هم د تیرې شنبې په ورځ د دغه ولایت له زندان څخه د ولسمشر غني د حکم په اساس د ۱۲ طالب بندیانو د ازادېدو خبر ورکړ.
د افغان حکومت لخوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو لخوا د ۱۰۰۰ تنو بندي امنیتي سرتیرو ازادول د امریکا او طالبانود دوحې تړون له مهمې برخې څخه دي.
پر همدې مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین تیره شپه ویلي چې د افغان حکومت لخوا ازاد شوي بندیان باید د دوی لخوا د ورسپارل شوي لېست مطابق وي.
خو د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند تیره اونۍ امریکا غږ ته وویل چې د طالبانو لخوا د ورسپارل شوي ۵۰۰۰ کسیز لېست له جملې ۶۰۰ طالب بندیان چې حق العبدي دوسیې لري نه خوشي کیږي.
جاوید فیصل امریکا غږ ته ویلي و چې طالبان باید د یادو ۶۰۰ طالب بندیانو پر ځای د نورو بندیانو لېستونه دوی ته وسپاري، تر څو ازاد شي.
یوې حکومتي سرچینې د پنجشنبې په ورځ جون نهمه (چنګاښ ۱۹) امریکا غږ ته وویل چې طالبانو یو نوی لست افغان حکومت ته سپارلی چې له مخې به یې نور طالب بندیان له زندانه خوشې شي.
د طالبانو لخوا د افغان سرتیرو ازادول
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د معلوماتو په اساس د طالبانو له زندانونو څخه تر دامهاله د افغان حکومت شااوخوا۷۵۰ تنه امنیتي او دفاعي سر تیري ازاد شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا تر دې مخکې ویلي چې په ازاد شوو کسان کې زیات یې په امنیتي او دفاعي سرتیرو پورې اړه نه لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcdfo0x9yt0fo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته