دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۰۹:۴۵
د مطلب کود : 214667
په کابل، غزني او بادغيس ولايتونو کې د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې په اړه
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون د ارزونو او د امنيتي او روغتيايي سرچينو او د سيمې د مخورو د معلوماتو پر بنسټ، د روان ۱۳۹۹ کال د غبرګولي پر ۲۴مه د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ په جګدلک سيمه کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله چې د دولت د مخالفو وسله والو له خوا ځای پر ځای شوی و، ۱۳ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې (۲ وژل شوي او د ۴ ماشومانو په ګډون ۱۱ تنه ټپيان شوي).
همدا راز، د کميسيون د ارزونو پر بنسټ د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي پر ۲۱مه د غزني ولايت په جغتو ولسوالۍ کې د ملکي وګړو يو فلانکوچ موټر د سړک غاړې د ماين ښکار شوی، چې پکې ۲ښځې او ۳ نجونې وژل شوې دي او د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه پکې ټپيان شوي دي.
همدا رنګه، د ۱۳۹۹ کال د غبرګولي پر ۱۹مه نېټه د بادغيس ولايت د آب‌کمري د ولسوالۍ په ګنداب کلي کې د سړک پر غاړه د ځای پر ځای شوي ماين د چاودنې له امله ۲ ماشومانو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
 د روان ۲۰۲۰ ميلادي کال په لومړۍ نيمايي کې د ملکي مرګ ژوبلې په اړه د کميسيون په تازه خپور شوي رپوټ کې ويل شوي چې د سړک د غاړې ماينونو له امله ملکي خلکو، په ځانګړي ډول ښځو او ماشومانو ته ډېره مرګ ژوبله اوړي. کميسيون پر طالبانو غږ کړی چې د جګړه ييز تاکتيک په توګه د سړک د غاړې ماينونه کارول ودروي.
 او بيا د غبرګولي پر ۲۰مه په دوو نورو پېښو کې هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې يو د غزني ولايت د مرکز په نوآباد سيمه کې د سنوکر پر يو کلب د طالبانو له خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ لګېدلې او د کلب دوه کارکوونکي يې ټپیان کړي دي؛ او بله پېښه د ارزګان و لايت په دهراوود ولسوالۍ کې پېښه شوې چې د نا چاوده توکو له امله يو لس کلن ماشوم وژل شوی او بل شپږ کلن ماشوم ټپي شوی دی.
د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کميسيون په روانه جګړه کې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې د زياتېدو له امله د رسنيزو اعلاميو له لارې بيا بيا خپله اندېښنه څرګنده کړې او پرله پسې يې د جګړې له ښکېلو غاړو غوښتي چې تاوتريخوالی کم کړي، اوربند ټينګ کړي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ژر تر ژره د سولې بين الافغاني مذاکرات پيل کړي، د هيوادوالو د ژوند حق ته بشپړ درناوی وکړي او ملکي خلکو ته مرګ ژوبله وا نه ړوي.
کميسيون يو ځل بيا له ښکېلو غاړو څخه غوښتنه کوي چې د بشرپالو بين المللي حقونو اصول او مقررات په کلکه رعايت کړي او د هيوادوالو د ژوند او د آزاد تګ را تګ حق ته درناوی وکړي، د هيوادوالو د سر او مال ساتنې ته پاملرنه وکړي او ملکي خلکو ته له ضرر رسولو څخه ډډه وکړي.
کميسيون دغه ډول بريدونه د جنګي جنايت مصداق ګڼي او يو ځل بيا له مسئولو بنسټونو څخه د دې بريدونو په اړه د څېړنې، د عاملانو د پېژندلو او د عدالت د پلي کولو غوښتونکی دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcb0ab5zrhb80p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته