دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۹ ساعت ۱۶:۴۱
د مطلب کود : 214719
 ایرانی پلاوی هغه پرېکړې وروستۍ کوي چې تهران ته د افغان پلاوي د سفر پرمهال ترسره شوې وې. ټاکل شوې چې ایرانی پلاوی به د اقتصاد، ټرانزیټ او دفاعي کمېټو په ګډه غونډه کې هم برخه واخلي.
د افغان خبری آژانس د خبر له مخی، دواړ لوري به د افغان کارګرانو د استخدام د تنظیم هوکړې د وروستي کېدو او د سرحدي همکاریو ډېرېدو په هدف د سرحدي کمېسارانو د تړون په اړه پرېکړه وکړي.
وزارت همدارنګه څرګندوي چې افغان او ایرانی پلاوی به په ایران کې له افغان کډوالو او کار کوونکو سره د دغه هېواد د سرتیرو د ناوړه چلند په تړاو هم بحثونه وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcjvxe8huqevaz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته