دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۴:۰۳
د مطلب کود : 215515
ننګرهار کې یو څارنوال د رشوت په تور ونيول شو
لویه څارنوالي وایي، د ننګرهار ولایت د لعل پورې ولسوالۍ د څارنوالۍ امر یې د ۳۶ زره افغانيو رشوت په تور نیولی.
د لویې څارنوالۍ د مراقبت او کنټرول رئیس نواب احمدزی وایي، د لعل پورې ولسوالۍ د څارنوالۍ امر يې د خلکو د شکایتونو له کبله او دغه راز د ۳۶ زره افغانیو رشوت په تور نیولی.
احمدزی وایي، له دغه څارنوال څخه د یادې ولسوالۍ یوه اوسېدونکي شکایت کړی چې یاد څارنوال ترې د زامنو په قضیه کې رشوت غوښتی.
د یادولو ده چې په دې وروستیو کې لویې څارنوالۍ ګڼ شمېر څارنوالان او د نورو دولتي ادارو کارکوونکي د فساد په تور نیولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdcezn8wnjh8zni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته