دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 216067
د سپين‌بولدک-چمن لار نن د يوې ورځې لپاره د خلکو پرمخ پرانيستل شوې
د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، د سپين بولدک-چمن لاره نن سهار اووه نيمې بجې د يوې ورځې لپاره د خلکو د تګ راتګ پرمخ پرانيستل شوې. دا په داسې حال کې ده چې ياده لاره د خلکو د تګ راتګ پر مخ د اوږدې مودې لپاره د کرونا وايروس له کبله د پاکستان له لوري تړلې وه او يوازې د سوداګرۍ او ترانزيت لپاره په وروستيو کې پرانیستل شوې وه.

تر لوی اختر يوه ورځ وړاندې د دې دروازې پورې خواته لومړی د افغان کډوالو او پاکستاني ملېشو تر منځ او وروسته د افغان ځواکونو او پاکستاني ملېشو تر منځ نښتې هم رامنځته شوې چې اصلي سبب يې د خلکو پر مخ د دغه لارې تړلي پاتې کېدل و.
تر اختر يوه ورځ وړاندې په زرګونو افغانانو غوښتل د اختر لپاره له دې لارې راتېر شي، خو پاکستاني ملېشو اجازه نه ورکوله او وروسته د خلکو اعتراض پيل شو، نښتې رامنځته شوې او دواړو خواوو ته مرګ ژوبله هم واوښته.
https://avapress.com/vdch--niq23nzvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته