دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۵:۲۴
د مطلب کود : 216171
د کابینې پرېکړه؛ سبا پوهنتونونه بېرته پیلېږي
د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د کابینې د پرېکړې پر اساس په پام کې ده سر له سبا په هېواد کې د ټولو دولتي او خصوصي پوهنتونونو درسونه پیل شي. د نوموړي په وینا، د ښوونځیو د پرانېستل کېدو په تړاو د پوهنې وزارت نوې طرحه د کابینې په بله غونډه کې وړاندې کېږي او تر بلې پرېکړې به ښوونځي لا هم رخصت وي. صدیقي زیاتوي، د پوهنې وزارت له‌خوا د ښوونځيو د بیا پرانېستو طرحه وړاندې شوې وه، خو د ځینو ستونزو له امله رد شوه.

وموغوښتل چې په دې اړه د پوهنې وزارت نظر هم ولرو، خو له پرله‌پسې هڅو سره سره بریالي نه شوو.
بله‌خوا د عامې روغتیا وزارت غوښتنه کړې چې ښوونځي او پوهنتونونه دې په تدریجي توګه بیا پرانېستل شي.
د ښوونیزو او پوهنیزو مرکزونو فعالیتونه په هېواد کې د کورونا ویروس له خپرېدو راهیسې بند وو.
د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه کار د کورونا ویروس د خپرېدو مخنیوي په موخه شوی  دی.
https://avapress.com/vdcd590xfyt0ff6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته