د ملګرو ملتونو امنیت شورا د ننګرهار ولايت په عمومي زندان د داعش وسلهوالې ډلې ډلهييز بريد په سختو ټکو غندلی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي د ننګرهار پر زندان برید چې د داعش وسلهوالې ډلې له لوري ترسره شوی او په هغه کې د ملکي وګړو په ګډون ۲۹ تنه وژل شوي او په لسګونو نور ټپيان شوي دي، په کلکو ټکو غندي.
په اعلاميه کې زياته شوې، د دې بريد عاملان بايد ژر تر ژره ونيول شي او د قانون منګولو ته وسپارل شي.
اعلاميه زياتوي، د ملګرو ملتونو د امنيت شورا غړي په دې پېښه کې د قربانيانو له کورنيو او افغان حکومت سره خواخوږي څرګندوي او په دې پېښه سخت خواشيني شوي دي. دوی دغه راز د پېښې ټپيانو ته د عاجلې روغتیا هيله کړې ده.
د اګسټ مياشتې په درېيمه نېټه داعش وسلهوالې ډلې د ننګرهار پر عمومي زندان بريد وکړ چې په پايله کې يې د ملکي وګړو په ګډون ۲۹ تنه ووژل شول او تر ۵۰ ډېر ټپيان شول.