دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 216452
غزني کې د عامو خلکو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه ده
د غزني ولایت د ده یک ولسوالۍ اړونده بالای سیمه کې د طالبانو او ځايي خلکو ترمنځ جګړه روانه ده. د غزني د والي ویاند، وحیدالله جمعه زاده وایي جګړه درې ورځې وړاندې هغه وخت رامنځته شوې چې د طالبانو او ځایي اوسیدونکو ترمنځ د عشر او ذکات پر سر اختلاف رامنځته شو. د غزني د والي ویاند وایي په دې جګړه کې دواړو خواو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. په یاده جکړه کې د طالبانو د کمیسون د مشر په کډون دوه وسله وال وژل شوي او یو تن یې ټپي شوی دی. مقابل لور ته د ځایي اوسیدونکو چې منګل او ځدراڼ دي دوه تنه وژل شوي او ۴ نور یي ټپیان دي. د دواړو خواوو ترمنځ جګړه لاهم روانه.
https://avapress.com/vdcftvd00w6dyja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته