«د مستندو او استخباراتي اطلاعاتو» پر بنسټ، داعشیان غواړي پر هغو طالب بندیانو برید وکړي چې له پلچرخي بندخونې نه خوشې کېږي.
د طالبانو په خبرپاڼه کې چې څو ساعته مخکې خپره شوه، لیکل شوي چې داعش ډله به دغه برید د ملي امنیت ریاست او د پلچرخي زندان د پولیسو قومانداني په همکاري وکړي.
طالبانو ویلي چې د دغه برید موخه د سولې پروسې پر وړاندې خنډ جوړول دي.
د طالبانو خبرپاڼه داسې مهال خپرېږي چې ټاکل شوې د دولت مرکچي پلاوی په راتلونکو دوو ورځو کې دوحې ته ولاړ شي.