دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ اسد ۱۳۹۹ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 216943
ولسمشر غني: د داعش پر ضد د افغان حکومت اقدامات له لاسته راوړنو ډک وو
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د داعش ډلې پر ضد د افغان حکومت اقدامات هر اړخیز او له لاسته راوړنو څخه ډک وو.
ښاغلي غني د دوشنبې په ورځ اګست۱۷مه(زمري۲۷مه) په افغانستان کې د فدراتیف روسیې له سفیر دمیتري ژیرنوف سره د لیدنې مهال ویلي چې افغانسان او روسیه د تروریزم سره د مبارزې په برخه کې ګډ نظر لري.
د ارګ د اعلامیې له مخې ولسمشر غني همدارنګه زیاته کړې چې افغان حکومت د مرکزي اسیا اړوند وسله والو پر ضد جدي اقدامات کوي.
 
ښاغلي غني همدارنګه نشه يي توکي د دواړو هیوادونو او سیمې لپاره جدي ګواښ بللی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست روان کال په دغه هیواد کې د داعش د خراسان څانګې د مشر عبدالله اورګزي چې په اسلم فاروقي مشهور دی د نیول کېدو خبر ورکړ.
ملي امنیت همدارنګه زیاته کړې وه چې له نوموړي سره یې د داعش ډلې ۱۹ نور کورني او بهرني غړي هم نیولي دي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست تیره غويي میاشت هم خبر ورکړ چې د جنوبي‌ او لېرې ختیځې آسیا لپاره یې د داعش د خراسان ډلې مشر نیولی دی.
په اعلامیې کې دا هم ویل شوي دي چې له (ابو عمرالخراساني) سره یې په جنوبي ‌آسیا کې د داعش ډلې د عامه اړیکو مشر (صهیب) او د استخباراتو مسول (ابو علي) یې هم نیولي دي.
د داعش خراسان ډلې په افغانستان کې پر ملکي وګړو په ځانګړې توګه د اقلیتونو په وړاندې د یو شمیر خونړیو بریدونو مسولیت منلی دی.
د دغه ډلې وروستی برید د ننګرهار ولایت پر مرکزي زندان و چې د چارواکو په وینا لسګونه کسان پکې مړه او ټپیان شول.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcayinue49n6o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته