د نړیوال بانک مسئولین وایي، دغه مرستې په افغانستان کې د اقتصادي ځان بسیاینې په موخه کوي ترڅو دغه هیواد کې اقتصادي پیاوړتیا رامنځته شي او دغه راز د کوچنیو او لویو سوداګریزو سکتورونو فعالیتونه زیات شي.
نړیوال بانک په داسې حال کې دغه مرستې کوي چې د کرونا وایروس له خپرېدو را وروسته د نورو هیوادونو ترڅنګ افغانستان هم سخت زیانمن شوی او سوداګرو یې په زیاته کچه تاوانونه کړي دي.
د یادونې ده چې نړیوال بانک تردې وړاندې هم په افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې مرستې کړې دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)