دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۰۱
د مطلب کود : 253541
د عامې روغتیا وزارت: تر اوسه په هېواد کې د آبله میمون (منکی پوکس) کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې
د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي چې په هیواد کې د آبله میمون «منکي پوکس» شکمنې پېښې معاینه شوې او معلومه شوي چې نورې ناروغۍ وي چي په افغانستان کي قابل د اعلاج دي. هغه زياته کړه، چې تر اوسه په هېواد کې کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
جاوید هژیر؛ د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت ویاند وايي چې په هېواد کې د «منکي پوکس» شکمنې پېښې معاینه شوي او معلومه شوې چې دا د موني پوکس نه بلکې نورې ناروغۍ دي چې په افغانستان کې یې درملنه کېدای شي.

هغه زياته کړه، چې تر اوسه په هېواد کې د ګوزڼ کومه مثبته پېښه نه ده ثبت شوې.
په همدې حال کې د نیمروز ولایت روغتیايي چارواکو تر دې مخکې په دغه ولایت کې د «منکي پوکس» د دوو مشکوکو پېښو د ثبت خبر ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdcfjmd0yw6dtta.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته