دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۱۴
د مطلب کود : 254448
زابل کې ترافیکي پېښې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده
د زابل ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، په کلات ښار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.
افغان غږ خبری آژانس، د زابل ولایت د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوی رحمت الله حماد نیازی وایی، پیښه نن سهار شاوخوا شپږ بجې د زابل ولایت د نورک په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
 
نيازي دا هم وويل چې په پېښه کې دوه فیلډر او يو ټېلر سره ټکر شوي دي. د پېښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بلل شوې ده.
 
د زابل د ترافيکو مدير مل پاسوال احمدالله هم په دې پېښه کې د پنځو تنو د وژل کېدو او يو ټپي کېدو پخلى کوي. هغه وويل، قربانيان ټول نارينه دي.
 
په همدې حال کې د زابل ولایت د عامې روغتیا رئیس عبدالحکیم حکیمي هم تایید کړې، چې روغتون ته پنځه جسدونه او یو ټپي ور وړل شوي دي.
 
په دې وروستيو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ترافيکي پېښې زياتې شوې دي. د موټر چلوونکو بې احتیاطي، د سړکونو خرابوالی او د ترافیکي قوانینو نه مراعتول د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه دي.
 
https://avapress.com/vdcc00qi42bqp08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته