دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ جوزا ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 254523
په مشهد مقدس ښار کې د کډوالو د نړیوالې ورځې ستر کنفرانس پیل شو
د کډوالو د نړیوالې ورځې په مناسبت د ایران په مشهد ښار کې د افغانستان د نهادونو او موسسو له خوا د خراسان رضوي ولایت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د دفتر او د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ په همکارۍ د «وطن مهر» په نوم کنفرانس جوړیږي.
افغان غږ خبری آژانس - مشهد مقدس: په دغه کنفرانس کې چې نن (دوشنبه، د جوزا ۳۰) جوړ شوی، د خراسان رضوی ولایت د اتباعو او بهرنیو مهاجرینو د چارو رئیس او په مشهد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ استازی ګډون کړي.
 
د هنري او سپورتي ډرامو ترسره کول او د "کډوال" مستند فلم ننداره به د دې کنفرانس نور پروګرامونو څخه وي.
 
دغه راز د دغه کنفرانس په دوام کې به د شعرونه او نور هنري پروګرامونو ترڅنګ د افغانستان د فعالو بنسټونو او مرکزونو څخه د انځوریزو هنرونو او وړتیاوو نندارتون هم جوړ شي.
 
https://avapress.com/vdcgxt9xwak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته