افغان غږ خبری آژانس، دغه کس نن سهار (دوشنبه، د غبرګولی ۲۰) د مشهد ښار په وکيل اباد زندان کې د ايراني اتباعو او چارواکو په شتون کې اعدام شو.
تورن عبداللطیف مرادي نومیږي او د روان کال د روژې په میاشت کې یې د شیعه ګانو د اتم امام په زیارت کې پر دریو دیني عالمانو د چړي برید وکړ. د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، یو دیني عالم ځای پر ځای شهید شو، بل په روغتون کې شهید شوي او دریم یې په روغتون کې بستر شو.
ایراني رسنیو هغه مهال ویلي وو، چې دغه سړی ازبک تبعه و، چې د پاکستان له پولې ایران ته داخل شوی و.