دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۰۸:۴۵
د مطلب کود : 255572
ترکمنستان: د اسلامي امارت پلاوی د تاشکند په غونډه کې ګډون کوي
د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وايي، د اسلامي امارت پلاوی به په تاشکند کې د افغانستان په اړه په نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.
افغان غږ خبری آژانس، ولادیمیر ناراف؛ د ازبکستان د بهرنیو چارو سرپرست وزیر په مسکو کې د یو ګردي میز په جریان کي وویل چې د "اسلامي امارت" پلاوی به د افغانستان په اړه په نړیواله غونډه کې چې د جولای په ۲۵مه او ۲۶مه په تاشکند کې جوړېږي، ګډون وکړي.
 
ناراف وویل: موږ تمه لرو چې اسلامي امارت په دې غونډه کې برخه واخلي.
 
هغه په ​​ډاګه کړه: په دې غونډه کښې د اسلامي امارت ګډون په دي معني نه دي چي موږ دا حکومت په رسمیت پیږنو بلکي د دې غونډې موخه دا ده چې دوی خپل نړیوال مکلفیتونه چې د "تاشکند" غونډې په چوکاټ کې یې ترسره کړي پلي کړي او په هغه کې لاسلیک شوي تړونونه ومني.
 
ناراف په دوام کي وویل: زموږ دریځونه - روسیه او ازبکستان او ګاونډیان یو شان دي. يعنې "اسلامي امارت" بايد خپل مکلفيتونه پوره کړي او يو ټول شموله حکومت جوړ کړي چې د دې هېواد ټولې سياسي، قومي او مذهبي ډلې پکې شاملې وي.
 
د افغانستان په اړه نړیواله غونډه د جولای په ۲۵مه او ۲۶مه په تاشکند کې جوړېږي او د څه باندې د ۲۰ هېوادونو پلاوي به په کې ګډون وکړي.
 
https://avapress.com/vdcbzsb55rhbssp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته