دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۱
د مطلب کود : 255613
ایران: له افغانستان سره د سرحدي امنیت په اړه خبرې دوام لري / ګډه پوله باید د "سولې او دوستۍ سرحد" وي
ناصر کنعاني؛ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د ایران د اسلامي جمهوریت او د اسلامي امارت د سرحدي ساتونکو ترمنځ د وروستۍ سرحدي شخړې په اړه د آوا خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل، د سرحدي ستونزو د حل لپاره ګډې خبرې اترې روانې دي ترڅو د دواړو خواوو تر منځ د پولې امنیت ډاډمن شۍ. هغه ټینګار وکړ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ ګډه پوله باید د "سولې او دوستۍ پوله" وي.
افغان غږ خبری آژانس - تهران: ناصر کنعانی؛ د ایران د اسلامي جمهوریت د ډیپلوماټیکو اړیکو نوي ویاند نن چهارشنبه د سرطان په ۲۲ مه په خپل لومړني خبري کنفرانس کې د افغان غږ خبری آژانس د خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل: په تیرو ورځو کې د پولې په اوږدو کې د جګړې شاهدان وو. د اسلامي امارت او ایران ساتونکو او که څه هم دا خبر په پیل کې رد کړي وه؛ خو په پاى کې څرګنده شوه چې دا شخړه رامنځته شوي وه.
 
د دې پوښتنې په ځواب کې ښاغلي کنعاني وویل: له افغانستان سره زموږ مسایل متنوع او څو اړخیز دي او یو له هغو مسئلو څخه چې په دې وروستیو میاشتو کې زموږ د ګاونډي هېواد افغانستان په تړاو په پرله پسې ډول راپورته شوي، سرحدي ستونزې دي.
 
هغه زیاته کړه: د ایران د اسلامی جمهوریت د چارواکو او د افغانستان د سرپرست حکومت د چارواکو ترمېنځ اړیکې په دوامدار او مؤثره توګه دوام لری. په سرحدي سیمه کې له افغانستان سره د اړوندو ایراني چارواکو سره نږدې اړیکې لری، تر کومه ځایه چې زه خبر یم د ګډې سرحدي کمیټې تر منځ څو پړاوه خبرې شوي دي.
 
د ايران د ډيپلوماتيک نظام وياند وويل، د سرحدي مسايلو په اړه د همکارۍ د پياوړتيا لپاره دواړه خواوې اراده مثبت دی او د دواړو هېوادونو پوله بايد د ګډو ګټو پر بنسټ د سولې او دوستۍ په پوله بدله شي.
 
هغه زیاته کړه د ایران او افغانستان ترمینځ د پولو امنیت د دواړو هیوادونو ترمینځ د تجارتی او اقتصادی تبادلې د پراختیا لپاره ډیر مهم دی .
 
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا، د افغانستان وضعیت د پوهېدو وړ دی؛ د افغانستان د حکومت له مسؤلو مقاماتو څخه د ايران د اسلامي جمهوريت هيله دا ده چې په افغانستان کې دننه د ګډو پولو د امنيت د تامينولو په لاره کې خپل مسؤليت ومنی.
 
هغه زياته کړه، چې په دې اړه عمومي اجماع شته او د معلوماتو له مخې، نن د دواړو خواوو ترمنځ ګډه ناسته ترسره شوي ده.
 
په پای کې ناصر کنعاني هیله څرګنده کړه، چې د دواړو خواوو د ګډې ارادې په رڼا کې به دغه اختلافات او پېښې کمې شي او په ځینو سرحدي سیمو کې به د امنیت، ثبات او سولې د ښه والي شاهدان واوسو.
 
دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته د ایران او افغانستان د پوله ساتو ځواکونو ترمنځ نښتې شوې، چې د لوړپوړو چارواکو په مداخلې سره په ښه ډول پای ته ورسېدلي او د دواړو هېوادونو چارواکو ټینګار وکړ، چې دغه نښتې د دوی د د "غلط فهم" او د سرحدي ساتونکو د غیر مسلکي چلند له امله رامینځته شوی او د دواړو هیوادونو اړیکې به په لوړه کچه اغیزه ونکړي.
 
https://avapress.com/vdchzmnix23nm-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته