دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ سرطان ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۵۵
د مطلب کود : 255671
د کانونو او پټرولیم وزارت: د افغانستان د کانونو په سکتور کې د پانګونې هرکلی کوو
د اسلامي امارت د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست په کابل کې د ترکیې له سفیر سره په لیدنه کې ویلي دي چې دغه وزارت د ټولو هغو ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي چې غواړي د افغانستان د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: شیخ شهاب الدین دلاور؛ د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر نن پنجشنبه (سرطان ۲۳) له جهاد ارګین‌آی د ترکیې سفیر؛ په کابل کي  سره لیدلي.
 
د دغه وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې ناستې په پیل کې د ترکیې او افغانستان پر ښو، اوږدمهاله او دوستانه اړیکو خبرې وشوې.
 
 جهاد ارګین له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د ترکیې د همکاریو د اعلانولو پرمهال وویل: موږ د افغانستان په خلکو او هېواد ژور تکیه لرو او د دواړو هېوادونو اړیکې دوستانه وبللي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست هم وویل چې دغه وزارت د ټولو هغو ملي او نړیوالو پانګوالو هرکلی کوي چې غواړي په افغانستان کې د کانونو په سکتور کې پانګونه وکړي او د هغوی لپاره زمینه برابره کړي.
 
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې کتنه کې له افغان شخصیتونو سره د اړیکو د کمېسیون له لارې د تېر حکومت د سیاستوالو د راستنېدو په اړه هم بحث او د نظر تبادله وشوه.
 
https://avapress.com/vdcbzsb58rhbs0p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته