دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ اسد ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 256128
د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د بامیانو له سیمه ییزو چارواکو سره وکتل
مارکوس پوتزل؛ د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي نن دوشنبه (د اسد ۳مه) بامیان ولایت ته په یوه رسمي سفر کې د اسلامي امارت له سیمه ییزو چارواکو او د دغه ولایت له مدني فعالانو سره وکتل.
افغان غږ خبری آژانس - بامیان: یوناما یا د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سیاسي ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې مارکوس پوتزل په دغو ناستو کې د هر اړخیز ګډون او د یوه ټول شموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کړی دی.
 
ښاغلی پوتزل نن له مولوی عبدالله سرحدی سره؛ د "اسلامي امارت" والي هم په بامیانو کې لیدلي او خبرې اترې کړي دي.
 
عبدالصبور فروزان سیغانی؛ د بامیان د والي ویاند افغان غږ خبری آژانس ته وویل: د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د بامیان له والي سره په کتنه کې د سیاسي او اقتصادي وضعیت په اړه خبرې کړې دي.
 
هغه د نيمه ختمو شويو پروژو بشپړېدل او د افغانستان د بندو شويو پيسو خلاصېدل د باميانو د والي له مهمو غوښتنو څخه ياد کړل او ويې ويل: د باميانو والي په ملګرو ملتونو کې د افغانستان له استازي څخه وغوښتل چې د امريکا له حکومت څخه وغواړي چې د دغو پروژو د خلاصون غوښتنه وکړي.
 
د افغانستان د سیاسي رژیم د بدلون او د امریکا د حکومت له خوا د دغه هیواد د پیسو د بندیدو له امله په بامیان ولایت کې یو شمیر پرمختیايي پروژې په ټپه دریدلي یا نیمګړي پاتې دي.
 
د بامیان ولایت لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي د دغه ولایت له والي سره ژمنه کړې چې د تاشکند په ناسته کې به د سیمه ییزې ادارې «اسلامي امارت» غوښتنې مطرح کړي.
 
مارکوس پوتزل؛ په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړی استازی بامیان ته د خپل سفر په ترڅ کې له ټولنیزو فعالانو او ښځو سره د سیاسي مشارکت، د ښځو د حقونو او مدني فعالیتونو په اړه لیدنې او خبرې اترې کوي.
 
https://avapress.com/vdcj8me8ouqeivz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته