دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ سنبله ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۳۵
د مطلب کود : 257566
د وردګو د سېلاب ځپلو سره مالي او خوراکي مرستي وشوي
بهرنيو مرستندويه ادارو د ميدان وردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د مبارزې رياست په همکارۍ د دغه ولايت په سيداباد، چک او جلريز ولسواليو کې له سېلاب ځپلو کورنيو سره ۱۵ ميليونه افغانۍ نغدي او غيرې نغدي مرسته ووېشله.
افغان غږ خبری آژانس: بهرنیو مرستندویه ادارو د میدان وردګو ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې ریاست سره په همغږۍ د دغه ولایت په سیداباد،چک او جلریز ولسوالیو کې ۱۹۵ سیلاب ځپلو کورنیو سره نغدي،خوراکي او غیر خوراکي توکي وویشل.
 
د ميدان وردګو د طبيعي پېښو پر وړاندې د چمتووالي رييس مولوي فيض الله جلالي وويل، چې هرې زيانمنې شوې کورنۍ ته ٢٨ زره افغانۍ نغدي او د ٨٠ زره افغانيو په ارزښت خوراکي او کورني توکي ووېشل شول.
 
ویل کېږي چې د دغو مرستو ټولټال ۱۵ میلیونه افغانۍ کېږي.
 
دا په داسې حال کې ده، چې په دې وروستيو کې په هېواد کې د ورښتونو او سېلابونو له امله د پراخو مالي زيانونو ترڅنګ خلکو ته ځاني زيانونه هم اوښتي دي.
 
https://avapress.com/vdcg3u9x3ak9nn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته