دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ میزان ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 259145
هرات کې د ترکمنستان وارداتي برېښنا پرې شوه
په هرات ولایت کې دولتي سرچینې وايي، دغه ولایت ته له ترکمنستان څخه وارداتي برېښنا پرې شوې ده.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغه راز ځینو سرچینو هم رسنیو ته ویلي، چې تېره شپه له لسو بجو راهیسې (میزان ۶) په هرات کې له ترکمنستان څخه وارد شوې برېښنا پرې شوې او د ښار ګڼې برخې پرې شوې دي. په تیاره کې
 
تر اوسه په هرات ښار کې د برېښنا د پرې کېدو لامل نه دی معلوم او د دغه ولايت د برښنا رييس هم په دې اړه څه نه دي ويلي.
 
د يادونې وړ ده، چې د هرات ښار د برېښنا يوه برخه له ترکمنستان څخه د وارداتي ١١٠ کيلو ولټ مزي له لارې صادرېږي او ډېره برخه يې له ايران څخه په وارد شوي برېښنا پورې اړه لري.
 
https://avapress.com/vdcba9b5srhbs8p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته