دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ عقرب ۱۴۰۱ ساعت ۱۰:۵۲
د مطلب کود : 260686
حنفي: افغانستان به هېڅ هېواد ته ګواښ نه وي
داسلامي امارت د رئیس الوزرا لومړي مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي د قرغزستان دجمهور رئيس له ځانګړي استازي طلعت بيک مصدق اف سره په کتنه کې ويلي دي چې له افغانستان څخه به هيڅ هيواد تهديد نه وي .
افغان غږ خبری آژانس: د رئیس الوزرا لومړي مرستیال عبدالسلام حنفي د قرغزستان د ولسمشر له ځانګړي استازي طلعت بیک مصدق اف سره وکتل او د افغانستان پر روان وضعیت او امنیتي مسایلو یې خبرې وکړې.
 
د قرغزستان د ولسمشر ځانګړی استازی وايي، د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د یو شمېر ډلو فعالیتونه د هغه هېواد امنیت له ګواښ سره مخ کولای شي.
 
هغه همداراز ټینګار کړی، چې اسلامي امارت باید له داسې ډلو سره د مقابلې لپاره جدي اقدامات وکړي.
 
حنفي هم په دې کتنه کې ټینګار وکړ چې اسلامي امارت به هیڅ یوې وسله والې ډلې ته د فعالیت اجازه ورنکړي او له افغانستان څخه به هیڅ هیواد تهدید نه شي.
 
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي هم ټینګار کړی، چې افغانستان به هېڅ ډلې ته اجازه ورنه کړي، چې له خاورې یې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.
 
https://avapress.com/vdcdjz0x9yt0996.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته