افغان غږ خبری آژانس: د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ نن یکشنبه په خپله ټوېټر پاڼه کې لیکلي، چې د ۲۰۲۲ کال له جنورۍ راهیسې افغانستان ته له راستانه شویو ۲۲۰ زره کډوالو سره مرسته شوې ده.
دغه نړیوال سازمان داسې عکسونه خپاره کړي چې ښيي یو شمېر افغان کډوال له پاکستان سره پر پوله مرستې ترلاسه کوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ چې یو له مهمو نړیوالو مرستندویه ادارو څخه بلل کېږي، تر دې مخکې هم څو ځلې په هېواد کې د ګډوډ بشري وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه.