دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۳:۲۸
د مطلب کود : 261622
د هرات امنیتي غونډه؛ په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه تاجکستان اندیښنه څرګنده کړه
د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال د هرات د لسمې امنیتي غونډې په ترڅ کې د «ټول شموله سیاسي نظام» په اړه خبرې وکړې او په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.
افغان غږ خبری آژانس: د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال فرهاد سلیم نن (سه شنبه، قوس ۸) د تاجکستان په پلازمینه دوشنبه ښار کې د هرات په امنیتي غونډه کې د خپلې وینا په ترڅ کې د افغانستان د روان وضعیت په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
 
هغه وويل: "موږ په افغانستان کې د تروريستي سازمانونو د فعاليت د زياتوالي په اړه اندېښمن يو."
 
د تاجکستان د حکومت دغه چارواکي په دغه هیواد کې د دوامداره شخړو د پای ته رسولو لپاره په افغانستان کې د یوه ټول شموله سیاسي نظام پر رامنځ ته کیدو ټینګار کړی دی.
 
د هرات لسمه امنیتي غونډه د لومړي ځل لپاره له افغانستانه بهر د اروپا، اسیا او امریکا د شاوخوا ۲۰۰ استازو په ګډون جوړېږي.
 
https://avapress.com/vdcewz8wwjh8ppi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته