دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۵:۲۸
د مطلب کود : 261671
افغانستان چمتو دی چې له پاکستان سره د پرمختیايي پروژو په پلي کولو کې همکاري وکړي
د رئیس الوزرا اداري مرستيال عبدالسلام حنفي د پاکستان د بهرنيو چارو له وزيرې حنا رباني کهر سره چې له دغه هېواد څخه د يوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلې وه، په کتنه کې وويل، چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ یو پل دي او موږ د لویو پروژو پلي کولو لپاره کار کوو، موږ چمتو یو چې د TAPI، TOP، کاسا او پېښور-کابل ریل پټلۍ د پلي کولو کې همکاري وکړو.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: پرون ماسپښین د سې شنبې په ورځ (قوس ۸ ) د رئیس الوزرا د دفتر اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرې حنا رباني کهر سره چې افغانستان ته راغلې وه، وکتل.
 
په دې کتنه کې چې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور او د اسلامي امارت یو شمیر نورو چارواکو هم ګډون درلود، لومړی د دغه وزارت اداري مرستیال راغلي پلاوي ته د ښه راغلاست په ترڅ کې وویل، چې افغانستان او پاکستان د افغانستان اوږدمهاله تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکې لري او موږ غواړو چې د دواړو هیوادونو ترمنځ اړیکې لا پراخې کړو.
 
نوموړي په تېرو څلورو لسيزو کې د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د پاکستان له اسلامي جمهوريت څخه د مننې په ترڅ کې وويل، چې د اسلامي امارت په واکمنۍ سره په هېواد کې ټوليز امنيت تامين شوى، اداري فساد له منځه وړل شوى او د نشه يي توکو کښت او کرکيله کمه شوې ده.
 
مولوي حنفي زیاته کړه چې افغانستان د منځنۍ او جنوبي اسیا ترمنځ د نښلولو پل دی او موږ چمتو یو چې د سترو پروژو لکه ټاپي، ټاپ، کاسا زر او د پېښور – کابل رېل پټلۍ د پلي کولو په برخه کې همکاري وکړو.
 
د دغه وزارت اداري مرستیال څرګنده کړه، هڅه کوو چې د ډبرو سکرو سوداګري میکانیزم ته ورسوو او په همدې موخه د وزارتونو ترمنځ یوه با صلاحیته ګډه کمېټه جوړه شوې ده. دغه راز د بندرونو ملي کمېټې ته دنده وسپارل شوه چې د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې اسانتیاوې برابرې کړي.
 
حنفي پاکستاني پانګوال وهڅول چې په افغانستان کې د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې پانګونه وکړي او ويې ويل، موږ افغانانو ته د ويزې د اسانتيا او د افغان بنديانو په خلاصون کې د پاکستان همکاري غواړو.
 
حنا رباني کهر دې ته په اشارې سره چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې د ټرانسپورټ لپاره باید یو میکانیزم جوړ شي، وویل، هغه ستونزې چې رامنځته شوي دي ژر تر ژره دې حل شي او د افغان بندیانو د خلاصون لپاره دې یو میکانیزم موجود وي، خو د حل کولو لپاره وخت ته اړتیا ده.
 
هغې په ​​دې باندې په ټینګار سره چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري وویل، له فرصتونو څخه باید اعظمي ګټه واخیستل شي او د تېرو تېروتنو په پلمه باید لاس ونه وهل شي. موږ باید د سوداګریزو اړیکو د پراختیا او له خلکو سره د اړیکو د پراختیا لپاره ښه چاپیریال رامنځته کړو او ننګونې په فرصتونو بدلې کړو.
 
په دې کتنه کې د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست مولوي شهاب الدین دلاور په افغانستان کې د ملي امنیت تامین او د دواړو هېوادونو ترمنځ مذهبي، فرهنګي او ژبني مشترکاتو ته په اشارې سره وویل، له فرصتونو څخه باید د افغانستان د سوکالۍ او اقتصادي پرمختګ لپاره ګټه واخیستل شي.
 
د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان وويل، موږ د افغانستان ځمکنۍ بشپړتيا ته درناوى کوو او دا چې په افغانستان کې امنيت تامين دى، بايد د دواړو هېوادونو د خلکو د هوساینې لپاره کار او پانګونه وکړي او د ستونزو پر حل تمرکز وکړئ.
 
په همدې حال کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت پلاوی د اسلامي امارت له چارواکو سره له هراړخیزو ناستو او بحثونو وروسته پرون پاکستان ته ولاړ.
https://avapress.com/vdciyzarzt1aqq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته