دخپریدو نیټه :شنبه ۱۲ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 261758
د پاکستان پر سفارت برید؛ ملګرو ملتونو د دیپلوماتیکو ځایونو پر خوندیتوب ټینګار کړی
په کابل کې د پاکستان پر سفیر له وسله وال برید وروسته د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه اعلامیه کې پر ټولو خواوو غږ کړی چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ډیپلوماټیکو او قونسلګریو تاسیساتو او پرسونل خوندیتوب ته درناوی وکړي.
افغان غږ خبری آژانس: دا برید پرون (جمعه، قوس ۱۱) شوی او پاکستان وايي چې هدف یې د دغه هېواد سفیر و؛ خو هغه ژوندی پاتې شو او ساتونکی یې ټپي شو.
 
د امنیت شورا غړو د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې له ټولو خواوو یې غوښتي، چې د ملګرو ملتونو د غړو هېوادونو د ډیپلوماتیکو او قونسلګریو د ځایونو او پرسونل خوندیتوب ته درناوی وکړي.
 
دغې شورا د ډیپلوماټیکو او قونسلګریو د ځایونو د معافیت پر بنسټیز اصول او د ۱۹۶۱ کال د ویانا کنوانسیون له مخې د ترلاسه کوونکو هېوادونو د مکلفیتونو په پوره کولو ټینګار کړی دی.
 
د امنیت شورا په خبرپاڼه کې راغلي: "د امنیت شورا غړو د دغو وحشیانه تروریستي اعمالو د عاملینو، تنظیموونکو، تمویلوونکو او ملاتړ کوونکو د حساب ورکونې او محاکمې پر اړتیا ټینګار وکړ."
 
دوی له ټولو هېوادونو وغوښتل چې د نړیوالو قوانینو او د امنیت شورا د پرېکړه لیکونو پر بنسټ د خپلو مکلفیتونو په رڼا کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې فعاله همکاري وکړي.
 
کابل پرون د دوو بریدونو شاهد و. لومړی برید د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي پر دفتر وشو.
 
د دغه ګوند په وینا، په دغه برید کې دوو ځانمرګو بریدګرو له یوې ښځینه چادرې سره؛ خو دوی موخې ته له رسېدو مخکې مړه شول.
 
حکمتیار په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي، چې د دغو بریدګرو په ډزو کې یو کس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.
 
تر اوسه چا یا کومې ډلې د دې برید مسوولیت نه دی منلی.
 
له دغه برید څو ساعته وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې په کابل کې د دغه هېواد سفیر عبدالرحمن نظاماني له یوه وسله وال برید څخه روغ وتلی دی.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې په کابل کې د دغه هېواد د سفارت ودانۍ تر وسله وال برید لاندې راغلې ده.
 
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دغه برید هدف د دغه هېواد د سفیر وژل وو، خو نوموړی ټپي شوی نه دی او یو ساتونکی یې سخت ټپي شوی دی.
 
د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت دغه برید غندلی او ویلي یې دي چې متعصبو کسانو ته به اجازه ورنکړي چې د دیپلوماتیکو ماموریتونو پر وړاندې امنیتي ګواښونه رامنځته کړي.
 
د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیر خان متقي د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر بلاول بوټو زرداري سره د پروني برید په اړه ټیلیفوني خبرې کړې دي.
 
متقي په دې خبرو کې ډاډ ورکړ چې د پاکستان د سفارت امنیت ته به ځانګړې پاملرنه کوي او د دې پېښې د عاملینو د موندلو او محاکمه کولو لپاره به خپلې ټولې هڅې په کار واچوي.
 
داسلامي امارت دبهرنيو چارو وزارت دآصف زرداري په حواله ويلي دي چې دغه ډول پيښې ددواړو هيوادونو ترمنځ اړيکې نه شي خرابولاى او هيچا ته به اجازه ورنکړي چې په دغه شان ناوړه کړنو کې بريالي شي .
 
https://avapress.com/vdcenz8wvjh8pfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته