دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۸ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۰۹
د مطلب کود : 262582
کابل ښاریان په سړه موسم کې له ناوړه اقتصادي وضعیت او بېکارۍ شکایت کوي
د ژمي موسم له رارسېدو سره د پلازمېنې يو شمېر اوسېدونکي له ناوړه اقتصادي وضعيت او بېکارۍ شکايت کوي او وايي چې د کار نشتوالى او د نړيوالو مرستو کمېدل د دوى د ناوړه اقتصادي وضعيت لامل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - د کابل ښار د شپږمې ناحیې اوسیدونکی ظریف حسینی د افغان غږ خبری آژانس له خبریال سره په مرکه کې وویل: د کار نشتوالی، د نړیوالې ټولنې د مرستو کموالی په حقیقت کې د افغانستان د خراب اقتصادی وضعیت لامل شوی دی.
 
هغه همدا راز زیاته کړه: په داسې حال کې چې خلک په فقر او کمښت کې ژوند کوي، امریکا لا هم د افغانستان پر شتمنیو انحصار کوي او د عمومي اقتصاد څرخ یې په پښو درولی دی.
 
حسيني وويل، چې موجوده حکومت بايد د هېوادوالو لپاره د کار زمينه برابره کړي، څو ځوانان په غير قانوني توګه نورو هېوادونو ته کډه کولو ته اړ نه شي.
 
هغه زياته کړه، چې د ځوانانو بېکاري د بېلابېلو ټولنيزو ستونزو لکه غلا، په نشه يي توکو روږدي کېدل، په کورنيو کې د ستونزو رامنځته کول، فشار، خپګان او داسې نور لامل شوي دي.
 
له بلې خوا د کابل ښار د کوڅې یو تن پلورونکي علي اماني له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې وویل: ورځنی عاید یې له ۱۵۰ تر ۲۰۰ افغانیو دی، چې په دې پیسو یوازې د شپې له خوا په کور کې څو وچې ډوډۍ پېري.
 
  د هغه په ​​وينا، له څو مياشتو راهيسې يې د برېښنا، اوبو او کور کرايې بلونه نه دي ورکړي.
 
هغه يادونه وکړه، چې د تېر کال په پرتله د تېلو او په ځانګړې توګه د ډبرو سکرو بيه دوه برابره شوې، چې له امله يې تر اوسه د اړتيا وړ تېل نه دي اخيستي.
 
اماني له دولت څخه وغوښتل، چې هېوادوالو ته د کار زمينه برابره کړي او له هغو اړمنو سره مالي مرسته وکړي، چې د تېلو د وړلو توان نه لري.
 
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د اسلامي امارت چارواکو تل ویلي چې هېوادوالو ته یې د کار زمینه برابره کړې او په همدې اساس یې د کار پیلولو او خلکو ته د کار پیدا کولو په موخه ۲-۳ پروژې تر څېړنې لاندې دي.
 
https://avapress.com/vdcaaunuu49nim1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته