دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۹ قوس ۱۴۰۱ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 262633
د هېواد د ریل پټلۍ ادارې د افغان - ټرانس په پروژه کې د نړیوالو سازمانونو د ونډې غوښتنه وکړه
د هېواد د اورګاډي د پټلۍ د ادارې مشر د دې په څرګندولو سره چې له ازبکستان او پاکستان سره د افغان - ترانس پروژې د پیل لپاره خبرې روانې دي، زیاتوي چې د دغې پروژې لګښت چې منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا سره نښلوي، پنځه میلیارده ډالره کېږي. اړتیا ده چې نړیوال بنسټونه په دې برخه کې پانګونه وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان د ریل پټلۍ اداره نن سه شنبه (قوس ۲۹) وایی چې د افغان - ټرانس اورګاډی د پروژې د لارو د پیژندلو کار بشپړ شوی او د پیل لپاره یې خبرې روانې دی.
 
د رېل پټلۍ رئيس بخت الرحمن شرافت وويل: په اوسنيو حالاتو کې دولت نه شي کولى چې د دې پروژې لپاره بوديجه ورکړي.
 
نوموړی همدارنګه زیاتوي، چې د دې پروژې لومړني کارونه اسانه دي او ډېرې بودیجې ته اړتیا نه لري، راځئ چې بشپړ کړو، د افغان – ټرانس پروژې له بشپړېدو وروسته به نړیوالې موسسې په دې برخه کې پانګونه وکړي.
 
د هېواد د اورګاډي د ادارې مشر وايي، د افغان - ټرانس پروژې لګښت چې منځنۍ اسیا او جنوبي اسیا سره نښلوي، پنځه میلیارده ډالره کېږي او په دې برخه کې نړیوالې موسسې پانګونې ته اړتیا لري.
 
له بلې خوا د سوداګرۍ او پانګونې خونه دغه پټلۍ په افغانستان کې د صادراتو او وارداتو په وده کې مهمه بولي.
 
د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد یونس مومند وویل: تر ​​ټولو ارزانه ترانسپورت ریل پټلۍ ده، چې له بده مرغه افغانستان له دې څخه یو سلنه هم ګټه نه اخلي.
 
د ازبکستان د ځوانانو د اتحاديې مطبوعاتي سکرتر په خپله ټويټرپاڼه کې ويلي، چې د ټرانس افغان اورګاډي د پروژې په پلي کېدو سره به د سوداګريزو توکو د لېږد رالېږد لګښت له ۳۰ تر ۴۰ سلنه راټيټ شي.
 
د يادونې وړ ده، چې د حيرتان – مزار اورګاډي پټلۍ د افغان – ټرانس اورګاډي يوه برخه ده او اوسمهال له منځنۍ اسيا څخه د هېواد د اړتيا وړ توکو ډېره برخه له همدې لارې افغانستان ته داخلېږي
https://avapress.com/vdchxinix23n--d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته