دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ جدی ۱۴۰۱ ساعت ۰۹:۴۸
د مطلب کود : 262879
ملا برادر: د افغانستان اوسنی وضعیت له ایران سره د همکارۍ د زیاتولو ښه فرصت دی
د رئیس الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر په کابل کې د ایران د سفارت له سرپرست حسن کاظمي قمي سره په کتنه کې د افغانستان اوسنی وضعیت د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتېدو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې په افغانستان کې د ایران د پانګونې د جلبولو لپاره هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اسلامی امارت د اقتصادی چارو مرستیال وزیر  پرون شنبه (جدی ۴) د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلی چې  د رئیس الوزرا اقتصادی مرستیال ملا عبدالغنی په افغانستان کې د ایران د سفارت مشر کاظمي قمي سره خبرې وکړې
 
  په دې کتنه کې دواړو لورو د افغانستان او ایران ترمنځ د سیاسي او اقتصادي اړیکو او په ایران کې د افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې وکړې.
 
د بهرنیو چارو وزارت اقتصادي مرستیال د افغانستان اوسني شرایط د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د زیاتوالي لپاره یو ښه فرصت وباله او زیاته یې کړه: اسلامي امارت د کانونو، انرژۍ او کرنې په برخو کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی ترڅو د ایرانیانو د جلب او جذب په برخه کې همکاري وکړي.
 
ملا عبدالغني برادر په دې کتنه کې د ايران اسلامي جمهوريت څخه د افغان کډوالو د کوربه توب له امله د مننې په ترڅ کې د دواړو لورو ترمنځ د اړيکو پر پياوړتيا ټينګار وکړ.
 
  له بلې خوا د ولسمشر ځانګړي استازي او په کابل کې د ایران د سفارت نوي مشر حسن کاظمي قومي د افغانستان وضعیت ته اشاره وکړه او زیاته یې کړه چې افغانان او د سیمې هېوادونه باید له دې وضعیته ګټه پورته کړي.
 
د افغانستان لپاره د ایران د ولسمشر ځانګړي استازي زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت له افغانستان سره په اقتصادي برخه کې همکارۍ ته چمتو دی.
 
  کاظمي قومي همداراز وویل چې ایران د کانونو او کرنې په برخه کې کافي تجربه لري او دوی چمتو دي چې خپلې عملي تجربې افغانانو ته وړاندې کړي او په دې برخه کې پانګونه وکړي.
 
  په دې کتنه کې دواړو لورو په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو د وضعیت په اړه هم خبرې وکړې.
 
  د دې ناستې په پای کې د دواړو لورو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا او اقتصادي پرمختګ لپاره مثبت پیغام ولوستل شو او د دا ډول ناستو پر دوام ټینګار وشو.
 
https://avapress.com/vdcja8e8huqemoz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته