افغان غږ خبری آژانس - کابل: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د عالی کمیشنرۍ دفتر نن دوشنبه (دلو ۱۷) په یوه ټوېټ کې لیکلی، چې په پکتیکا ولایت کې یې له ۷ زرو کورنیو سره نغدی مرسته کړې ده.
د دغه سازمان د معلوماتو له مخې، د پکتیکا هېواد له زلزله ځپلو کورنيو سره د ژمي په سړه هوا کې د تود پاتې کېدو په موخه د کور توکي لکه کمپلې، توشکې او جامې هم برابرې کړې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې هم ملګرو ملتونو د پکتیکا ولایت زلزله ځپلو ته د ۱۰۰۰ استوګنیزو کورونو د جوړولو په ګډون ګڼې مرستې کړې وې.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا اته مياشتې وړاندې د افغانستان په ختيځ په ځانګړي ډول د پکتيکا په ولايت او د دې ولايت په ګيان ولسوالۍ کې د ريکټر په کچه د ٥،٩ درجې يوه خونړۍ زلزله وشوه، چې له امله يې تر زرو څخه زياتو کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.