دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۹ دلو ۱۴۰۱ ساعت ۱۴:۵۶
د مطلب کود : 265155
په فاریاب کې د امام ابو حنیفه جومات د دروازې مخې ته چاودنه شوې
د فاریاب ولایت سیمه ییز چارواکي وايي، چاودنه نن (چهارشنبه، دلو ۱۹) د امام ابو حنیفه جومات د دروازې مخې ته په یوه موټرسایکل کې د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو له امله شوې ده. د دوی په خبره، په دې چاودنه کې چاته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو څلور تنه لږ ټپيان شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د فاریاب د اطلاعاتو او کلتور رئیس شمس الله محمدی افغان غږ خبری آژانس ته وویل: چاودنه نن چهارشنبه د دلوی ۱۹ مه د ماسپښین یوه بجه د امام ابو په سیمه کې شوې ده. د فارياب ولايت د مرکز ميمنې ښار د درېيمې ناحيې په امام ابو حنيفه جومات کې چاودنه شوې، چې مرګ ژوبله نه لري.
 
د هغه په ​​وينا، تر اوسه د چاودنې موخه نه ده معلومه، خو امنيتي ځواکونو په دې برخه کې خپلې پلټنې پيل کړې او ډېر ژر به يې عاملين ونيول شي او د خپلو اعمالو په سزا به ورکړل شي.
 
په همدې حال کې د فارياب د عامې روغتيا رييس عجب خان حميدي پژواک ته وويل، چې په دې پېښه کې څلور کسان ټپيان شوي دي.
 
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcjiie8iuqemvz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته