دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۸ حوت ۱۴۰۱ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 266664
په مزارشریف کې چاودنه؛ یو مړ او ۷ ټپیان روغتون ته وړل شوي دي
د بلخ ولايت د حوزوي روغتون مسئولين وايي، چې څو شېبې وړاندې په مزارشريف ښار کې د چاودنې له امله دغه روغتون ته يو تن وژل شوى او اووه ټپيان ور وړل شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: نن پنجشنبه (حوت ۱۸) شاوخوا لس بجې د مزارشریف ښار له پنځمې ناحیې څخه د یوې چاودنې غږ اوریدل شوی دی.
 
پولیسو تر اوسه د دې چاودنې د دقیق ځای او نوعیت په اړه څه نه دي ویلي، خو یو شمېر رسنیو ویلي، چې چاودنه د بلخ د والي د دفتر په سیمه کې شوې ده.
 
په همدې حال کې د بلخ د حوزوي روغتون سرطبیب معراج الدین فاروقي افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې په چاودنې کې یو تن وژل شوی او اوه نور ټپیان روغتون ته انتقال شوي دي.
 
د هغه په ​​وينا، لېږدول شويو کسانو ملکي جامې اغوستې او معلومه نه ده، چې د اسلامي امارت ځواکونه دي او که عام خلک.
 
په همدې حال کې د بلخ ولایت د امنیې قومندانۍ مسوولین هم چاودنه تاییدوي، خو نور جزیات یې نه دي ورکړي.
 
https://avapress.com/vdcfvvd0jw6dvva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته