دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۵۰
د مطلب کود : 267270
په کندز کې د سپین‌زر د تولید فابریکه له څلویښتو کلونو وروسته بیرته فعاله شوه
د کندز د کرنې ریاست چارواکي وايي چې د دغه ولایت د سپین‌زر د تولید فابریکې له څلوېښتو کلونو وروسته بېرته فعالیت پیل کړ.
افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: د کندز د کرنې رئیس امان الله حسن، افغان غږ خبری آژانس ته وویل چې دغه فابریکه پرون (چهارشنبه، حمل ۲) د دغه ولایت د شرکتونو د عمومی رییس عبدالحمید اخندزاده په حضور کې پرانیستل شوه.
 
د هغه په ​​وينا، دغه فابريکه د پنبې د پروسس، صابون جوړولو، د زعفرانو او تېلو د توليد، د کاغذي توليو، د پخلنځي لوښو، يخ جوړولو او د طبيعي ليمو د توليد په برخو کې فعاليت پيل کړى دى.
 
د کندوز د کرنې رييس زياته کړه، چې د دغه شرکت د بېلابېلو برخو په بيارغونه او ترميم څه باندې پنځه سوه زره امريکايي ډالره لګښت راغلى، چې د دولت له بوديجې څخه ورکول کېږي.
 
امان کندزي ټینګار وکړ چې په ورته وخت کې چې دغې فابریکې په کار پیل وکړ، په دغه ولایت کې سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوه.
 
د "سپين‌زر" دولتي فابريکې په ١٣١٤ کال کې په فعاليت پيل وکړ او تر ١٣٣٩ لمريز کال پورې يې فعاليت درلود، خو له هغه وروسته په هېواد کې د جګړو له پيل سره د هغې ټولې څانګې غير فعالې او کارکوونکي يې هم وزګار شول.
https://avapress.com/vdcjaae8yuqem8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته