دخپریدو نیټه :شنبه ۵ حمل ۱۴۰۲ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 267302
کارپوهان: امریکا هڅه کوي په افغانستان کې داعش پراخ کړي. داعش ډیر کمزوری شوی دی
د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د مشر جنرال مایکل کوریلا له څرګندونو وروسته، چې په افغانستان کې د داعش ډله د تېر کال په پرتله پیاوړې شوې او د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته؛ سیاسي کارپوهان وايي چې په افغانستان کې د داعش تر ولکې لاندې کومه ځانګړې جغرافیه نشته چې له لارې یې د اسلامي امارت له ځواکونو سره مقابله وکړي او په وینا یې امریکايي چارواکي په خپلو غیرمسؤولانه څرګندونو سره غواړي د دغه هېواد حکومت کمزوری وښيي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د پوځي چارو کارپوه نورالله ابراهیم خیل له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي: داعش په افغانستان کې تر خپل واک لاندې کومه ځانګړې جغرافیه نه لري چې د اسلامي امارت له ځواکونو سره مخامخ شي. دوی په غیر مسوولانه ډول غواړي په هېواد کې شته حکومت کمزوری وښيي.
 
هغه زیاته کړه: په افغانستان کښې د اسلامی امارت په رامینځته کیدو سره د داعش ترهګرې ډلې تر کنټرول لاندې سیمې له لاسه ورکړې نو ویلی شم چې داعش د پخوا په نسبت ډیر کمزوری شوی دی.
 
د پوځي چارو دغه کارپوه څرګنده کړه، داعش ډله له فکري لحاظه د افغانستان په خلکو کې ځای نه لري، چې جکومه ساحه کنټرول کړي او زیاته یې کړه، اسلامي امارت باید د چاودنو او ځانمرګو بریدونو په مخنیوي کې له خلکو مرسته وغواړي.
 
په همدې حال کې د سیاسي چارو کارپوه محمد اکبر حسیني له افغان غږ خبری آژانس سره په مرکه کې ویلي چې داعش ډله د ځینو سترو هېوادونو په ځانګړې توګه د امریکا د استخباراتو وسیله ده چې د خپلو ګټو د ترلاسه کولو لپاره یې په افغانستان او د نړۍ په نورو هېوادونو کې کاروي.
 
هغه همدا راز ټینګار کړی، چې امریکایان غواړي په افغانستان کې د داعش په پراخولو سره پر اسلامي امارت فشار راوړي، څو زموږ په هېواد کې خپلو غوښتنو ته ځان ورسوي.
 
د ده په خبره، امريکا هڅه کوي چې د افغانستان له لارې د منځنۍ اسيا هېوادونه ناامنه کړي، له همدې امله غواړي د خلکو د وېرې او اندېښنو د رامنځته کولو لپاره ترهګرې ډلې پراخې کړي.
 
د سیاسي چارو دغه کارپوه یادونه وکړه چې اسلامي امارت باید د داعش د له منځه وړلو لپاره لا زیات اقدامات وکړي، ځکه د ځینو هېوادونو استخباراتي کړۍ هڅه کوي چې ترهګرې ډلې په ځانګړې توګه داعش په افغانستان کې پیاوړي کړي.
 
همدارنګه د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (CENTCOM) د مشر جنرال مایکل کوریلا د څرګندونو په غبرګون کې په خپل ټویټر لیکلي چې د امریکايي چارواکو څرګندونې د فتنې په څیر دي. په افغانستان کې د داعش ډله له واقعیت سره سمون نه خوري، ځکه چې د داعش په نوم د خوارج ډله لا له وړاندې ټیټه او ماتې خوړلې ده.
 
ښاغلي مجاهد زیاته کړه چې په دې مسئله کې د امریکايي چارواکو لېوالتیا او د هغوی لاس وهنه، له داعش ډلې سره همکاري او د هغوی په ګټه کمپاین باید ودرول شي.
https://avapress.com/vdcfxed00w6dvma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته