دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۱:۰۳
د مطلب کود : 269847
د تېر په څېر، د ایران اسلامي جمهوریت له افغان کډوالو سره مرسته او همکاري کوي
په کابل کې د ایران د سفارت سرپرست د کډوالو چارو له سرپرست وزیر سره په کتنه کې ډاډ ورکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به د تېر په څېر له افغان کډوالو سره مرسته او همکاري وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کډوالو او راستنیدونکو چارو وزارت په خپله ټویټر پاڼه کې په کابل کې د ایران د اسلامی جمهوریت د سفارت له سرپرست سره د کډوالو چارو وزارت د سرپرست سفر خبر ورکړی دی.
 
په دې کتنه کې دواړو لورو په ايران کې د مېشتو افغان مهاجرينو د ستونزو او هغوى ته د لازمو اسانتياوو د برابرولو په باب خبرې وکړې.
 
دواړو لورو دغه راز بيت الله شريف ته د حج د فريضې د ادا کولو لپاره د افغان کډوالو د لېږلو او په هغه هېواد کې د کډوالو لپاره د نويو کمپونو د پيل په اړه هم خبرې کړې دي.
 
په دې کتنه کې ښاغلي حسن کاظمي قمي ډاډ ورکړ چې د ایران اسلامي جمهوریت به د تېر په څېر له افغان مهاجرینو سره مرسته او همکاري وکړي.
 
بلخوا د کډوالو چارو وزارت سرپرست خلیل الرحمن حقاني د افغان کډوالو لپاره د ایران د ښه مېلمه پالنې ستاینه کړې ده.
 
د يادونې وړ ده، چې قمي له دې وړاندې د اسلامي امارت د سرپرست حکومت له يو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره ليدلي او په بېلابېلو موضوعاتو يې ورسره خبرې کړې دي.
 
https://avapress.com/vdcba9b5zrhb0wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته