دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۸ ثور ۱۴۰۲ ساعت ۱۳:۰۵
د مطلب کود : 270244
په افغانستان کې د سوداګرو ښځو شمېر ۶۶ سلنه زیات شوی
په سوداګرۍ او ټولنه کې د ښځو پر کم حضور له نیوکو سره سره، د اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارواکي وايي، په سوداګرۍ کې د ښځو حضور ۶۶ سلنه زیات شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنایعو او سوداګرۍ وزارت ویاند عبدالسلام اخندزاده جواد د پنجشنبې په ورځ (ثور ۲۸) د افغان غږ خبری آژانس خبریال ته وویل، چې په ۱۴۰۱ کال کې د سوداګرو ښځو شمېر د ۱۴۰۰ په پرتله ۶۶ سلنه زیاتوالی ښيي. .
 
جاوید وویل چې په ۱۴۰۱ کال کې ۶۴۱ ښځو د سوداګرۍ او پانګونې شرکت جوازونه ترلاسه کړي دي. په داسې حال کې چې په ۱۴۰۰ کال کې، یوازې ۳۸۵ جوازونه ترلاسه شوي وو.
 
هغه زیاته کړه، د ښځو د سوداګرۍ خونه ۵۶۰ غړي لري او په ټول هېواد کې شاوخوا اته زره کسان په بېلابېلو سوداګریزو برخو کې فعالیت لري.
 
د جواد د څرګندونو پر بنسټ؛ د ښځو د سوداګرۍ خونې فعالیتونه د لاسي صنایعو، کرنې، خدماتو، خوراکي توکو، صنعت او کانونو په ګډون په ټولو سکتورونو کې ترسره کیږي.
 
جواد همداراز وویل، د پانګونې او د هېواد د اقتصاد په برخه کې د ښځو حضور کولای شي د کورنیو خوراکي خوندیتوب زیات کړي او په هېواد کې د بې وزلۍ کچه محدوده کړي.
 
جواد دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د نړیوال بانک د یوې سروې له مخې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنۍ شاوخوا پنځه میاشتې وروسته په خصوصي سکتور کې د ښځو کار ۷۵ سلنه کم شوی دی.
 
د ۲۰۲۲ کال د نومبر په میاشت کې د یوې بلې څیړنې له مخې، په دې موده کې شاوخوا نیمايي هغو ښځو چې د کار په بدل کې یې معاش اخیسته، خپلې دندې له لاسه ورکړي دي. د دې څیړنې له مخې، دا په ځانګړې توګه هغه میرمنې اغیزمنې کړې چې په لویو ښارونو کې ښه روزل شوي او تعلیم یي ترلاسه کړي.
 
https://avapress.com/vdcee78wejh8fwi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته